ایکنا د ایسنا له قوله راپور راکړ، په اسپانیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت کلتوري سلایار محمد مهدي احمدي د کمییاس کاتولیک پوهنتون د الهیاتو پوهنځي له مشر فرانسیسکو رامیّرز سره په کتنې کې ووئيل،د مشرتکو سمینارو نو او غونډو ترسره کیدا د نړۍ د مسیحیانو او مسلمانانو په تیره بیا دشیعیانو ترمینځ په سوله ایزو اړیکو اغیزې شیندلی شي.
احمدي ووئيل،دوه کاله مخکې د اسلامی نړۍ او مسیحیّت د دوو رهبرانو آیت لله سیستاني او پاپ فرانسیسکو په کتنې کې دنړۍ د مظلومانو او هم د فلسطین د مظلومو خلکو څخه دفاع،د بشری حقوقودفاع او په نړۍ کې په سولې او آرامښت ټينګار شوی ؤ. په اسپانیا کې د ایران کلتوری سلایار روښانه کړه،د حضرت محمد(ص)،او حضرت عیسی (ع) پشمول پنځّه الوالعزم پیغمبران دي ،نو ځکه لازمه ده چې ددغو دواړو دینونو متفکران دالهی دینونو مشترکات مطرح کړي او په تیره بیا په داسې زمانې کې چې د دین ضده دښمنان په دسیسو سره د مسلمانانو او مسیحیانو په ځوان نسل کې د سیکولرزم تفکر نفوذ کړی دی،د انساني او دیني بحثونو مطرح کیدا ددغو تاوانونو مخه نیولی شي.
فرانسیسکو رامیّرز هم د ایران دکلتوری سلایار په قدرونې سره ووئیلر، ایران یو ډ یر لوي بډاي تاریخ اوتمدن لری اود ایران په کلتور کې د اسلام پيژندنې او ایران پيژندنې په حوزې کې ډير پوهان اومتفکران روزل شوي دي چې تاریخي اونړیوالې اغیزې ئې شیندلی دي. د کمییاس کاتولریک پوهنتون د الهیاتو پوهنځي مشر زیاته کړه، نړۍ نن سبا منطقي دلیلونو او خبرواترو ته ا ړیتا لري او که دجنګ جګړو په ځاي خبرې اترې اومنطق واکمن وائ ، نو لاښه اجتماعي شرائط به مو درلودلي وو.